چيف جسټس لاهور ښار کښي لګيدلي بل بورډ لري کولو احکامات جاري کړل

0
44
چيف جسټس

سپريم کورټ لاهور رجسټري کښې چيف جسټس آف پاکستان جسټس ثاقب نثار په مشري کښي دري کسيزه بينچ د مفاد عامه يو شمير کسيونو سماعت وکړو چي پکښې د هسپتالونو حالت زار کيس او د ملک مختلف سيمو نه راغلي سائلين خواستونه شامل اوو ، چيف جسټس سروسز هسپتال کښې په فوري توګه لفټ لګولو سره لاهور ښار کښي لګيدلي بل بورډ لري کولو احکامات هم جاري کړل
تفصيلاتو ترمخه سپريم کورټ لاهور رجسټري کښې چيف جسټس آف پاکستان جسټس ثاقب نثار په مشري کښې دري کيسزه بينچ د هسپتالونو حالت زار کيس کښي په فوري توګه سروسز هسپتال کښې لفټونه فعال کولو حکم جاري کړو او د متعلقه کمپني مشر اے رپورټ سره د يوکم دريشتم اګست په نيټه خپل چيمبر کښې وغوښتو ، دوران سماعت د سروسز هسپتال ايم ايس ډاکټر اياز محمود عدالت ته اوئيل چي لګه موده وړاندي لګولي شوي ټول لفټونه خراب دي چي ورسره مريضانو ته سخت مشکلات پيخ دي
عدالت کښې د ملک مختلف سيمو نه راغلي سائلين هم وغوښتلي شو او د هغوي خواستونه واوريدلي شو ، دوران سماعت وراثتي جائداد کښې خويندو ځق په اړه اخيستلي شوي يو نوټس سماعت هم وشو او عدالت د وهاړي يو زنانه خواستګزار ته د هغي حق زمکه قبضه ورکولو احکامات جاري کړل
عدالت لاهور ښار کښې غټ سائز اشتهاري بل بورډ لري کولو حکم هم جاري کړو او ډي جي پي ايچ اے ته نوټس جاري کړو چي هغه دي د کاروائي رپورټ عدالت کښي جمع کړي