چيف جسټس پټروليم مصنوعاتو باندې لګولې شوې ټيکس از خود نوټس اخيستې

0
23

چيف جسټس آف پاکستان ميا ثاقب نثار پټروليم مصنوعاتو باندي لګولې شوې ټيکس از خود نوټس اخيستې دے، چيف جسټس په مشرۍ کښې به درې کسيزه بينج اتوار په ورځ د سوموټو کيس سماعت کولې شې

چيف جسټس آف پاکستان د پټروليم مصنوعاتو باندې لګولې شوي ټيکسز نوټس اخيستې دے او وضاحت لپاره وزارت پيټروليم او سيکرټرې پيټروليم ته نوټسز جارې کړيدې
دے حواله سره خزانے وزارت، ايف بې آر او اټارنې جنرل ته هم نوټسز جارې کړے شوې ، چيف جسټس په مشرې کښې به درې کسيزه بينچ اتوار په ورځ د سوموټو کيس سماعت کوي
واضحه دې وې چې چيف جسټس د موبائل فون کمپنو لخوا بيلنس کارډ لوډ کولو باندې اضافې ټيکس هم ازخود نوټس اخيستې دے، ولې تيره ورځ سماعت کښې جسټس اعجازالاحسن ريمارکس ورکړي چې موبائل فون کارډ باندې ډبل ټيکس لګول غير قانونې دے