چيف سليکټرانضمام الحق به د خپل مستقبل متعلق نن اهم پريس کانفرنس کوي

چيف سليکټرانضمام الحق به د خپل مستقبل متعلق نن اهم پريس کانفرنس کوي

د قامي کرکټ چيف سليکټرانضمام الحق به نن اهم اپريس کانفرنس کوي، کرکټ ورلډکپ کښې د ناکامۍ وروستود انضمام دا وړومبے پريس کانفرنس دے په کوم کښې چې به هغه د خپل مستقبل فيصله کوي،انضمام الحق به کرکټ ورلډکپ کښې د ټيم کارکردګۍ حوالې سره هم تفصيلاتو نه ميډياخبروي
پي سي بي ذرائعې وائي چې چيف سليکټرانضام الحق به نن ماسپښين شاوخوا دوه نيمې بجې په لاهور کښې پريس کانفرنس کوي،د کومې دوران چې به ورلډکپ دوران د قامي ټيم په ناقص کارکردګۍ، ناکامۍ او نورو وجوهات باندې خبرې کوي،امکان دے چې چيف سليکټر د خپل مستقبل متعلق هم اهم فيصله وکړي، ياده دې وي چې د ورلډکپ سره سم د قامي سليکشن کميټۍ د عهدې معياد هم ختم شوے،ذرائعې وائي چې پي سي بي نوې سليکشن کميټۍ له د نوي کسانو تقررۍ خواهش لري،بلخواپه يوکم دېرشمه جولائي پي سي بي د کرکټ کميټۍ اهم اجلاس هم رابللے په کوم چې دوره انګلينډ او کرکټ ورلډکپ متعلق تفصيلات پيش کولےشي