چيف سليکټر انضمام الحق ايشيا کپ تربيتى کيمپ لپاره د اتلس لوبغاړو د نومونو اعلان کړېدے

0
10

چيف سليکټر انضمام الحق ايشيا کپ تربيتى کيمپ لپاره د اتلس لوبغاړو د نومونو اعلان کړېدے
متحده عرب امارات کښې شورو کيدونکې ايشيا کرکټ کپ لپاره نشنل سليکشن کميټۍ مشر انضمام الحق تربيتى کيمپ کښې شامل اتلس لوبغاړو نومونو اعلان کړې
دې لوبغاړو کښې کپتان سرفرازاحمد،فخرزمان،امام الحق،شان مسعود، محمدحفيظ،بابراعظم،شعيب ملک،آصف على،حارث سهيل، شاداب خان،محمد نواز،عماد وسيم،حسن على،عثمان خان شنوارى، محمدعامر،جنيدخان،شاهين شاه آفريدى او فهيم اشرف شامل دى
د لوبغاړو تربيتى کيمپ به دريم نه تر لسم ستمبر پورې قذافى سټيډيم لاهور کښې منعقد کيږى او د هغې وروستو به ايشيا کپ لپاره د قامى ټيم د سکواډ اعلان کولې شى