چيني چور ته لندن تختيدو اجازت عمران خان ورکړے، امير مقام

پېښور هائيکورټ د امير مقام د ضمانت قبل از ګرفتارۍ کښې دريم ستمبر پورې توسيع کړې

د مسلم ليګ نون صوبائي صدر امير مقام وئيلي چي يو کروړ نوکرۍ اعلان کونکو عام اولس د خلو نه شته نوړۍ راشوکولي، چيني پټرول ، اوړه او ماسکونو په نوم ئي اربونه روپئ لوټ کړي،
پيښور کښې ضلعي تنظيم عهديدارانو سره ملاقات دوران د مسلم ليګ نون صوبائي صدر موجوده حکومت باندي سخت ټکونه کړي
امير مقام وئيلي چي عمران خان د غلو مشراعظم ثابت شويدے د تاريخ ټولو نه دروغجن او نالائق ترين سړے دے،او دا چي پاکستان که ترقي ورکول غواړۍ نو دغه چور او نااهل حکومت مائنس کول ضروري دي
اميرمقام دا هم وئيلي چي کومو خلکو پچاس لاک کورونه ورکونکي وو، هغوي په دور کښې خلکو ته قبرونه ميلاويږي،
دا کومه طريقه شوه چي سياحت ته فروغ ورکولوچي اداري بند، اوملازمين بے روزګاره دي،
د مسلم ليګ صوبائي صدر زياته کړې چي کله قوم ته ضرورت وو، نو ماسکونه بهر ملک ته سمګل کيدل او مافيا پکښې ارباو روپۍ اوګټلي، چيني پټيده ، ددي فيصله هم عمران خان په خپله کړي او دا چي چيني چور ته لندن تختيدو اجازت هم عمران خان ورکړے،