چين سره په شريکه داسو پېښې تحقيقات روان دى ، شيخ رشيد

داخله وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې چين سره په شريکه د داسو پيښې تحقيقات جاري دي چې پکښې د چين د ايجنسو پنځلس عهديدار هم برخه اخلي او تحقيقاتي ټيم د موقع د ځائې معائنه هم کړيده بلخوا د چين کمپنۍ داسو پراجيکټ باندې کار کونکي پاکستاني مزدوران دوباره بحال کړيدي

اسلام آباد کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت داخله وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې بهارت پاکستان بدنامولو لپاره هيڅ يو موقع نه ضائع کوي او داسو واقعے په حواله هم بهارتي ميډيا د پاکستان خلاف منفي پروپګنډا شروع کړيده د هغه وينا وه چې د داسو پيښې تحقيقاتو لپاره د چين د ايجنسو پنځلس اهلکار د پاکستان په دوره دي او د پاکستان ايجنسو اهلکار هم د چين تحقيقاتي ټيم سره په شريکه کار کوي د يوې پوښتنې په جواب کښې داخله وزير ووئيل چې چين حکومت ښه پوهیږي چې پاکستان د خپلو وسائلو څخه زيات خپلې ذمه وارۍ ادا کوي او د چين وفد د پيښې تحقيقاتو کښې د پاکستان مرستې ستائيلي دي شيخ رشيد زياته کړه چې څوک هم د چين د وګړو سيکيورټۍ لپاره درخواست ورکوي حکومت به ورله سيکيورټي ورکوي بلخوا واپډا ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د چين کمپنۍ داسو ډيم پراجيکټ نه پاکستاني ملازمين د ويستلو نوټس واپس اخستي دي او ټول ملازمين ئې دوباره بحال کړيدي بيان ترمخه د سول انتظاميې،چين کمپنۍ او واپډا باهمي مشاورت وروستو داسو پراجيکټ باندې تعميراتي کار د يو څو ورځو لپاره معطل کړي شويدي او ډير زر به په دې پراجيکټ تعميراتي کار بيا شروع شي