چين سرکارۍ ميډيا د بهارت الزامونو په سختو ټکو کښې غندنه کړي

0
102
چين سرکارۍ ميډيا د بهارت الزامونو په سختو ټکو کښې غندنه کړي

د چين سرکارۍ ميډيا بهارت لخوا د پلوامه حملے ذمه واري په پاکستان اچولو او مسعود اظهر د اقوام متحده کښې د ترهه ګر ګرځولو کوششونو کښې خنډ اچولو الزام په چين عائدکولو سختو ټکو کښې غندنه کړيده
د چين سرکارۍ ميډيا بهارت ته د بغير تصديق الزام لګولو نه ډاډه کولو مشوره ورکړي او وئيلي دي چې مودي سرکار په پاکستان او چين الزام عائد کولو په ځائے خپلو پاليسو او په سيکيورټې ګامونو نظر ثاني اوکي
چين د مسعود اظهر نوم د اقوام متحده ترهه ګرو فهرست کښې شامله ولو کوششونو کښې رکاوټ جوړيدو د بهارتي الزام مسترد کړيدي او وئيلې دي چې بهارت د اقوام متحده کښې د مسعود اظهر خلاف ټهوس شواهد وړاندې کولو کښي ناکامه شويدې او اوس ټوله ملبه په چين اچوې
دغه شان هند د بغير تصديق د پلوامه حملے الزام په پاکستان عائد کولو سره ثابت کړي چې هغه په خپلو پاليسو او د سيکيورټي کمزورې درست کرلو اراده نه لري