چين صدر او بهارتى وزيراعظم ترمينځه ملاقات شوې

د چين صدر او بهارتى وزيراعظم ترمينځه ملاقات شوې چې پکښې نريندر مودى د پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبے باندې خپل تحفظاتو نه شى جن پنګ خبر کړيدے
بهرملکى خبرى ادارې ترمخه د چين هينګزو ښار کښې د جى ټونټى کانفرنس پرمهال د چين صدر شى جنګ پنګ او بهارتى وزيراعظم نريندر مودى ترمينځه پينځه ديرش منټو پورې ملاقات شويدے
ملاقات په موقع نريندر مودى د چين صدر شى جن پنګ ته د پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبے باندې خپل تحفظات وړاندې کړيدى
په دې موقع د چين صدر اووئيل چې بهارت سره اړيکې ساتل غواړو
بلخوا بهارتى خارجه وزارت وئيلى چې چين او هندوستان ته د يو بل ترمينځه اسټرټيجک مفاداتو خيال ساتل پکاردى