چين نائب صدر وانګ کشان دري ورځو دوره باندي پاکستان ته رارسيدلي

چين نائب صدر وانګ کشان دري ورځو دوره باندي پاکستان ته رارسيدلي

چين نائب صدر وانګ کشان اعلي پايي وفد سره په دري ورځو دوره باندي پاکستان ته رارسيدلي،نائب صدر به دوانړو ملکونو ترمنځه مختلفو شعبو کښي تعاون زياتولو په لوظنامو او مفاهتمي ياداشتونو باندے به دستخط کوي
وزير خارجه شاه محمود قريشي او منصوبه بندي وزير خسرو بختيار د چين نائب صدر وانګ کشان پاکستان ته رارسيدو باندے استقبال کړے
چين نائب صدر وانګ کشان به دورے په مهال صدرمملکت عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقاتونه کوي
چين نائب صدر په اعزاز کښي به ايوان صدر کښي يوه خصوصي دستوره کيږي چي پکښي صدر پاکستان عارف علوي به مهمان خصوصي ته نشان پاکستان ايوارډ ورکوي
وانګ کشان به اسلام آباد کښۍ سلک روډ سيمنار کښي ګډون کوي او ګندهارا دوره به کوي چرته چي به هغه ته ګندهارا تهذيب په حقله بريفنګ ورکړے کيږي
ترجمان دفترخارجه وينا وه چي هغه دورے مقصد د پاک چين اعلي سطح تبادلو سلسله جاري ساتل دي
ترجمان ويلي چي وانګ کشان پاکستان دورے په موقع به دوانړو ملکونو ترمنځه مختلف شعبو کښۍ تعاون زياتولو کښي معاهدو او مفاهمتي ياداشتو باندے به دستخط کوي