چين نه د کورونا ويکسين شل لکه نور خوراکونه پاکستان ته رارسيدلى دى

چين نه د کورونا ويکسين شل لکه نور خوراکونه پاکستان ته رارسيدلى دى ، اين سي او سي وائي چې د سائينو ويک دغه خوراکونو په ټول ملک کښې قائم ويکسين سنټرز ته د رسولو لپاره انتظامات هم مکمل شويدي، نوي کهيپ سره به د ويکسي نيشن په عمل کښې هم اضافه اوشي

نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټرز ترمخه د چين نه نور شل لکه د کورونا ويکسين اسلام آباد ته رارسيدلي دي، د چيني ويکسينو کهيپ د پي آئي اے خصوصي طيارې په ذريعه اسلام آباد ته رارسيدلےدے، د سائينو ويک دغه ويکسين به په ټول ملک کښې قائم ويکسين سنټرز ته بروقت فراهم کولے شي، د کوم لپاره چې انتظامات هم مکمل شويدي، اين سي او سي وائي چې نوے رارسيدونکے کهيپ چين سره د معاهدې د لاندې اخستے شوي ويکسينو حصه ده، او دې سره به په ټول ملک کښې ويکسي نيشن کښې هم اضافه اوشي، دوه ورځې وړاندې هم د چين نه د سائينو ويک پينځلس لکه خوراکونه ملک ته راغلي وو