چين په افغانستان کښې امن قائمولو نه بغير د امريکنى پوځيانو په انخلا سخت تنقيد کړېدے

چين په افغانستان کښې امن قائمولو نه بغير د امريکنى پوځيانو په انخلا سخت تنقيد کړېدے،د چين خارجه وزارت ترجمان بيان ترمخه امريکه دا سيمه په جنجال کښې پريږدي کوم چې د سيمې ملکونو لپاره يو لوئې چيلنج دے

د چين خارجه وزارت ترجمان وانګ ون بن بيجنګ کښې يوسيمنار ته وينا په وخت  وئيلي دي چې امريکه په داسې حال افغانستان نه خپل پوځ اوباسي چې افغان اوږد مهال جنګ لوجې ټوله سيمه د جنجال ښکار شويده

د هغه وينا وه چې افغانستان کښې قيام امن نه بغير امريکني پوځ واپس رابللو سره به نه صرف افغان اولس بلکې د سيمې نور ملکونه د يو لوئې چيلنج سره مخ شي

هغه زياته کړيده د امريکني حکومت دې اقدام سره د انساني حقوق او جمهوريت دفاع په حواله د دوي منافقت هم څرګند شوېدے