چين په امريکې افغانستان کښې د جنګى جرمونو تورونه لګولى

چين په امريکي افغانستان کښي د جنګي جرمونو تورونه لګولي دي،چين غوښتنه کړي ده چي بائد افغانستان کښي د امريکي او اتحادي فوجونو لخوا د عام خلکود وژنې تحقيقات دې اوکړې شي

د متحده قامونو د بشري حقونو کونسل غونډه کښي د چين استازي په امريکي او اتحادي ملکونو سنګين الزامات لګولي دي،د چين مشن سربراه جيانګ هوا وئيلي دي چي افغانستان کښي په لويه پيمانه مرګ ژوبله شوي ده او په غټ تعداد کښي خلک بے کوره شوي دي،هغه مطالبه کړي ده چي د دې زمه وارو محاسبه دې اوکړې شي جيانګ هوا وينا وه چي افغانستان کښي موجوده بدلون نه ثابته شوه چي څوک هم د فوجي مداخلت او د زورواکۍ د سياست حمايت نه کوي،د امريکي طرز جموريت په نورو هيوادونو ورتپلو کوشش صرف تباهې راولي د چين مشن سربراه مطالبه کړي ده چي افغانستان کښي د عام خلکو د وژنې او ځاني زنان تحقيقات دې اوکړې شي،ځيني نورو هيوادونو هم دغه غوښتنو حمايت کړې دې