چين کښي د کورونا وائرس لوجي په يوه ورځ کښي نور يوسل دري څلويښت کسان مړي شوي

د کرونا وائرس مقابلے لپاره ائي ايم ايف د پنځوس اربه ډالرو فنډنګ منظور کړو

چين کښي د کورونا وائرس لوجي په يوه ورځ کښي نور يوسل دري څلويښت کسان مړي شوي، د وبائي مرض لوجي د مړوشوؤ کسانو شمير يو زر شپږ سوه شپږ شپيته ته رسيدلي بلخوا يورپ کښي د کورونا وائرس وړمبې هلاکت مخي ته راغلي
چين کښي دکورونا وائرس لوجي خوريدونکي وبائي نمونيا نور دري زره کيسونه مخي ته راغلي ، چه ورسره د مريضانو شميره يو کم اويا زره او اته ديرش ته رسيدلي
د چين صحت کميشن مطابق د کورونا وائرس لوجي تراوسه شوي مرګونوشميره يو زر شپږ سوه شپږ شپيته ته رسيدلي اود وبائي مرض لوجي په يوه ورځ کښي نور يوسل دري څلويښت کسان نړه شوي
فرانس، هانګ کانګ او فلپائين کښي د کورونا وائرس لوجي يو يو مرګ رپورټ شوي، يورپ کښي د کورونا وائرس وړمبې هلاکت فرانس کښي مخي ته راغلي
برطانوي ميډيا وائي چه د چين ښار هوبے سره تعلق لرونکي يوه چيني زنانه، چه د کورانا وائرس ښکار وه ، فرانس کښي ساه ورکړي
بلخو جاپان کښي لنګر انداز بحري جهاز کښي دکورونا وائرس نه متاثره مريضانو تعداد دوه سوه اووه اتيا ته رسيدلي