چين کښې د کورونا وائرس نه د مړو شميره يولس سوه نه سيوا شوے ده

پاکستان کښي د کورونا وائرس مريضانو شميره يويشت ته رسيدلي

چين کښې د کورونا وائرس حملي جارې دي،چينې ميډيا مطابق کورونا وائرس نه متاثره اووه نوي نور مريضان مړه شوې دې چې ورسره د مړو شميره يولس سوه نه سيوا شوے ده
چائنا ګلوبل ټيلې وژن مطابق چين کښې کورونا وائرس نور اووه نوې کسان وژلې دې چې ورسره چين کښې د مړو شميره يولس سوه او دولس ته رسيدلي ده،
چائنا ګلوبل ټيلې وژن خبر ورکړې چې کورونا وائرس نه متاثره شوے کسانو شميره کښې هم مسلسل اضافه روانه ده او چين کښې د متاثره مريضانو شميره څلور څلويښت زره نه سيوا شوے ده
سي جې ټي اين رپورټ مطابق د نړۍ نورو هيوادونو کښې هم د کورونا درې سوه اووه نوې کيسونه رپورټ شوې دې،د چين په يوديرش صوبو او خپلواکه علاقو کښې د ليول ون ايمرجنسي هم برقرار ده
د چين د صحت قامي کميشن چې تيره ورځ اووه سوه څلور څلويښت مريضان صحتياب شوې دې چې ورسره د صحتياب شوې مريضان شميره څلور زره اووه سوه څلويښت زره ته رسيدلي ده