چې کله هم غواړو نو دا حکومت ماتولې شو،بلاول بهټوزردارى

0
148
چې کله هم غواړو نو دا حکومت ماتولې شو،بلاول بهټوزردارى

دا حکومت د بزدلانو حکومت دے ، چې کله هم غواړو نو دا حکومت ماتولې شو، د بلاول بهټو زرداري وينا ، وائي چې د فريال تالپور ګرفتارۍ نه دا ثابت شوه چې د مشرف په پاکستان او اوسني پاکستان کښې هيڅ فرق نشته دے،موجوده حکومت دهاندلۍ باندې بجټ پاس کول غواړي
دا خبرې چيئرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو زرداري اسلام آباد کښې د پريس کانفرنس پرمهال کړيدي
د بلاول بهټو زرداري ويناوه چې موجوده حکومت هر يوه اداره بليک ميل کوي او په خپله من مانۍ باندې ئې چلوي
بلاول اووئيل چې عدليه باندې کومه حمله مشرف کړې وه نن هم هغه رنګ حمله کټهه پتلي حکومت کوي
بلاول مخکښې اووئيل چې د بجټ په ورځو کښې د آصف علي زرداري ګرفتاري هم دا ثابتوي چې موجوده حکومت يو بزدله حکومت دے او ورسره هيڅ اکثريت نشته دے ځکه خوئې اپوزيشن په نښه کړيدے
بلاول بهټو زرداري دا هم اووئيل چې پيپلزپارټي کله هم اوغواړي نو دا حکومت غورځولې شي
بلاول بهټو زردراي زياته کړه چې نوي پاکستان کښې نه خو عدليه خود
مختاره ده او نه ميډيا آزاد کار کولې شي ، معززججز صاحبان د يو سازش
لاندې لرې کولو منصوبه روانه ده