چې کوم لاس د عمران خان په سر اېښودې شوې ، اپوزيشن غواړى چې دغه لاس ددوى په سر هم کېښودې شى

چې کوم لاس د عمران خان په سر اېښودې شوې ، اپوزيشن غواړى چې دغه لاس ددوى په سر هم کېښودې شى،داسې چرې نشي کيدې ،دغه لاس به صرف داپوزيشن ګريوان باندې پريوځي،د داخله وزير شيخ رشيد خبري غونډې ته وينا،وائي چې د ملک معاشي او اقتصادي مسئلې مونږ ته جهيز کښې ميلاؤ شوي،آئي ايم ايف ته تلل مجبوري وه، دې نه علاوه بله لار راسره نه وه، دا ئې هم وئيلي چې شهبازشريف د نواز شريف نه زيات کرپټ دې، او خلق دا غلاګر جيلونو کښې ليدل غواړي

اسلام آباد کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې داخله وزير شيخ رشيد وئيلي چې تيره ورځ پارليمان کښې اپوزيشن سره څه شوي اوس د دوي سترګې کهلاويدول پکار دي،اپوزيشن دوه ځله لانګ مارچ کول غواړي، يو ځل دې لانګ مارچ اوکړې چې ټوکرې پرې کيږدو داخله وزير اووئيل چې غلاګرو او ډاکوانو ملک دومره لوټلې چې آئي ايم ته تلو نه علاوه مونږ سره بله لار نه وه،پاکستان په وړومبي ځل نه بلکه دري ويشت ځله آئي ايم ايف ته تلې دې،نن د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ لوجې اولس کړېږي وفاقي وزير اووئيل چې د پاکستان سياست نه څلور واڼه شريفانان مائنس شوي،که نوازشريف راځي نو راځي ، او که نه راځي نو خپله ئې خوښه ده، ريکارډ نه راته معلومه شوې چې نوازشريف نه زيات شهبازشريف کرپټ دې شيخ زياته کړې چې ملکي معاشي او اقتصادي مسئلې راته جهيز کښې ميلاؤ شوې وې،درې څلور مياشتو کښې دننه به ګراني په کميدو شي،اپريل کښې به حالات ډېر ښه شوي وي