ډالر قيمت کښې اضافې په ضد د فارېکس اېسوسي اېشن اجلاس

0
173
انټر بېنک مارکيټ کښې د ډالر قيمت يو سل پينځۀ ويشت روپو ته راکوز شوے

روپۍ په مقابله کښې د ډالر په قيمت کښې مسلسل اضافې وروستو د فاريکس ايسوسي ايشن اجلاس شوے چې پکښې د ډالر قيمت روزانه په بنياد د مقررولو فيصله شوېده

د فاريکس ايسوسي ايشن په اجلاس کښې دا فيصله شوې چې د ډالر قيمت به روزانه په بنياد د کرنسي ډيلر او سټيټ بينک په مشاورت سره سحر لس بجې ، ماسپښين دوه او مازيګر څلور بجې مقررولے شي ، فاريکس ايسوسي ايشن دا هم فيصله کړې چې نن ورځ کښې به ډالر قيمت اوويا پيسې کم ساتي
اجلاس کښې دا هم فيصله اوشوه چې د فاريکس ايسوسي ايشن احکاماتو چاهم خلاف ورزي اوکړه په هغه ډيلر به جرمانه لګولے شي