ډاکټرانو ټرانسفر پوسټنګ کښې به څه قسمه سمجهوته نه شى کولې، صحت وزير

صحت وزير

خيبرپښتونخوا صحت صوبائي وزير ډاکټر هشام انعام الله خان وئيلي چي پاکستان تاريخ کښۍ ړومبنې ځل ريجنل هيلته او ډسټرکټ هيلته اتهارټيز ايکټ تيار کړے شوے او صحت او علاج معالجے په شعبه کښې سياسۍ عمل دخل ختمولو لپاره مو ډۍ ايچ اے او آرايچ اے جوړولو فيصله کړيده
ډاکټرهشام انعام الله ده خبرے پيښور سول سيکرټريټ کښۍ خبرئ غونډے په محال کړيدۍ۔ هغوۍ ويل چۍ په ريجنل هيلته او ډسټرکټ هيلته اتهارټيز ايکټ کښۍ د ډاکټرانو او پيراميډيکس ته حقوق او تحفظ ته ړومبنې اهميت ورکړے شويدے
هغوۍ زياته کړه چۍ ډۍ ايچ اے او آر ايچ اے بل ډاکټرانو او اولس ګټے لپاره مو جوړ کړيدے۔صحت صوبائئ وزير اويل چۍ هر ضلع او هسپتال کښې سهوليات ورکول هغوۍ مشن دے او نوي هسپتالونو جورولو ته ضرورت نيشته
دے نه علاوه زون او ډوميسائل په بنياد به ډاکټران په خپلو سيمو کښۍ تعينات کولے شۍ او ډاکټرانو ته به نور مراعات هم ورکوو
ډاکټرهشام انعام الله وينا وه چۍ تيره ورځ د ډاکټرانو هړتال بے بنياده وو او دا ډاکټرانو احتجاج کول ټهيک خبره نه ده۔هغوۍ ويل چۍ د ډاکټرانو ټرانسفر پوسټنګ کښۍ به څه قيسمه سمجهوته نه شۍ کولے