ډاکټر حيدر علي خان زراعت شعبه کښې ترقۍ لپاره د امريکې ماهرينو سره ملاقات کړې

ډاکټر حيدر علي خان زراعت شعبه کښې ترقۍ لپاره د امريکې ماهرينو سره ملاقات کړې

ملک کښې د سرمايه کارۍ او زرعي ترقۍ لپاره حکومت يو بل ګام پورته کړې،دي سلسله کښې دپي ټي آئي رهنما ډاکټر حيدر علي خان امريکي په دوره تلے، چرته چي هغه زراعت شعبه کښې ترقۍ لپاره د امريکي ماهرينو سره ملاقات کړے او مفيد مشوري ئي تري اخستي دي ،
د وزير اعظم عمران خان لخوا سوات ټو نه منتخب ايم اين اے داکټر حيدر علي خان ته زراعت او سرمايه کارۍ شعبه کښې ترقۍ لپاره خصوصي ټاسک ورکړې شوي، د کوم په سلسله کښې چي حيدر علي د څوارلس ورځو په دوره امريکي ته تلي دے ،
رهنما پي ټي آئي حيدر خان خپل دورے پر موقع د امريکي ماهرينو او ډاکټرانو سره ملاقات کړے او زراعت شعبه کښې ئي پرمختګ لپاره تري مفيد مشوري اخستي دي ،
دغه شان سرمايه کاري کښې فروغ لپاره هم حيدر علي مختلف سرمايه کارو او پاکستاني کميونټي سره به ليده کاته کوي او ورته به پاکستان کښې د کاروبار شروع کولو حوالې سره مشوري ورکوي