ډاکټر ظفر مرزا : که کرونا بيماري نوره خوره شوه نو ذمه وار به ئې اولس پخپله وي

خراب معاشي حالاتو په وجه پورا ملک کښې لاک ډاون ممکن نه دے

د وزيراعظم معاون خصوصي براۓ صحت ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي چي په مارکيټونو کښي د خلکو ګنړه جوړول د تشويش خبره ده او که کرونا بيماري نوره خوره شوه نو ذمه وار به ئې اولس پخپله وي۔

اسلام آباد کښي د ميډيا سره د خبرو په وخت ظفر مرزا اوئيل چي د کرونا په کيسونو کښي په تيزۍ سره اضافه ډيره د خطرے خبره ده او د اولس د سماجي فاصلے خيال نه ساتلو لوجي د بيمارۍ په تيزې ۍ سره د خوريدو ډير امکان دے۔
ډاکټر ظفر مرزا زياته کړه چي اولس ته پکار ده چي د اختر په مانځه کښي د ايس اوپيز خاص خيال اوساتي او ډيره به خه يي که چري د اختر مونځ په کور کښي ادا کړے شي۔ بايد اولس دي په ګنړه کښي د ماسک استعمال ضروري کي او د سماجي فاصلے خيال دي اوساتي۔
ظفر مرزا اوئيل چي په بازارونو کښي رش جوړول او په ايس او پيز عمل نه کول د ډيري خطرے خبره ده زکه چي په يو سو ورزو کښي په کيسونو کښي ډيره اضافه اوشوه۔ که چري حالات خراب شو نو د دے صورتحال زمه وار به اولس پخپله يي۔