ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان اليکشن کميشن چيف او ممبران دبهر تلو نه منع کړې

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان اليکشن کميشن چيف او ممبران دبهر تلو نه منع کړې

د افغانستان چيف ايګزيکټو ډاکټر عبدالله عبدالله ديو فرمان په ذريعه د افغان اليکشن کميشن چيف او ممبران دبهر تلو نه منع کړې او وئيلي دي چي ترڅو عدالتي فيصله نه وه راغلې، ترهغې به ټاکنو خپلواک کميشن مشر او ممبران د ملک نه باهر تګ نه کوي،
د افغان صدارتي ټاکنو د نتائج جاري کيدو وروستو چيف ايګزيکټو ډاکټر عبدالله فرمان جاري کړې چي پکښې د ټاکنو خپلواک کميشن په مشر او ممبرانو د ملک نه باهر د تلو بنديز لګولې شويدې،
ډاکټر عبدالله خپل فرمان کښې وئيلي دي چي ترڅو د ټاکنو په اړه د عدالت حتمي فيصله نه وي راغلې نو تر هغې به د اليکشن کميشن مشر او ممبران د ملک نه بهر تګ نشي کولي،
خپل بيان کښې هغه د افغان اليکشن کميشن لخوا د ټاکنو نتيجې يو ځل بيا رد کړې او وئيلي دي چي مونږ د خپل حکومت اعلان کړيدې