ډاکټر عمر زاخېلوال سره پاکستان لپاره د امريکې سفير ډېوډ هېل ملاقات

0
61

پاکستان لپاره د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخيلوال د امريکى سفير ډيوډ هيل سره ليده کاته کړى او ورسره ئې د شريکى دلچسپې او افغانستان په صورتحال خبرى کړى دى

د سماجى رابطى په ويب پاڼه ټوئټر ورکړى شوى بيان کښې افغان سفير ډاکټر عمرزاخيلوال وئيلى دى چې هغه اسلام آباد کښې پاکستان لپاره امريکنى سفير ډيوډ هيل سره ملاقات کړېدے
بيان ترمخه په ملاقات کښې د شريکى دلچسپې په مختلفو معاملو پشمول د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو خبرې اترې شوى دى
بيان کښې زياته کړى شوى ده چې دواړو مشرانو ترمينځه افغان مفاهمتى عمل پشمول په نورو مهمو معاملو هم د خيالاتو بدلون شوېدے