ډاکټر قبله اياز چيئرمين نيب د سرکاري ادارو ملزمانو ته هتکړي نه لګولو بيان خير مقدم کړي

0
13

چيئرمين اسلامي نظرياتي کونسل پروفيسر ډاکټر قبله اياز چيئرمين نيب د سرکاري ادارو ملزمانو ته هتکړي نه لګولو بيان خير مقدم کړي او وئيلي ئي دي چي دي سره به انساني حقوق احترام حوالي سره ښه تاثر پيدا شي
پروفيسر ډاکټر قبله اياز په مشري کښي څو ورځي وړاندي د اسلامي نظرياتي کونسل غونډه شوي وه، اسلامي نظرياتي کونسل عام ملزمانو ته عدالت کښي پيشي په موقع هتکړي لګول غير شرعي ګام ګرځولي وو
دي حوالي سره نيب چيئرمين جسټس رټائرډ جاويد اقبال بيان مخي ته راغلي وو چي نيب به سرکاري ملازمانو ته هتکړي نه لګوي
نظرياتي کونسل چيئرمين ډاکټر قبله اياز د غه بيان خير مقدم کړيدي او وئيلي ئي دي چي دي سره به د انساني حقوق حوالي سره به د پاکستان ښه تاثر نړي ته لاړ شي
ډاکټر قبله اياز دا هم وئيلي چي بايد ميډيا هم د ذمه واري مظاهره اوکړي او د انسانانو د عزت متعلق اسلامي اقدارو خيال اوساتي
اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمين طمع څرګند کړي چي د ملک نوري اداري به هم د بشري حقونو او د احترام يقيني کولو لپاره اقدامات کوي