ډاکټر مراد راس هم پي ټي آئي نه خپلي لارے جدا کړي

ډاکټر مراد راس هم پي ټي آئي نه خپلي لارے جدا کړي

تحريک انصاف حکومت کښې د پنجاب پرائمري ايجوکيشن پښواني وزير ډاکټر مراد راس هم پي ټي آئي نه خپلي لارے جدا کړي ، وائي چي هغه د پي ټي آئي نهه مئي سياست او طرز عمل سره اتفاق نه کوي ، هغه د جمهوريت او ووټ په طاقت باور لري اود مسائلو حل جنګ او جدل سره نشي کيدے
لاهور پريس کلب کښي خبري غونډي ته وينا پر محال د پنجاب پرائمري تعليم پښواني وزير ډاکټر مراد راس غمناک سترګو سره تحريک انصاف پريښوستو اعلان وکړو ، ډاکټر مراد راس نهه مئي پيښو په سښتو ټکو کښي غندنه هم وکړه او وے وئيل چي هغه د پي ټي آئي نهه مئي سياست او طرز عمل سره اتفاق نکوي
ډاکټر مراد راس اوئيل چي د ملک روښانه مستقبل لپاره هغه خپل امريکي شهريت پريښوستو نه پس پاکستان ته منتقل شو ،هغه تحريک انصاف کښي شپاړس کاله د خپلي حلقي اولس خدمت کړے او هغه د جمهوريت او ووټ په طاقت باور لري
مراد راس د پي ټي آئي موجوده صورتحال زمه وار عمران خان مشيران وګرځول او وے وئيل چي لاهور منتقل کيدو نه پس عمران خان نااهل مشرانو په مشورو عمل کړے چي نتيجه نهه مئي په صورت کښي رامخيته شوي
مراد راس داهم اوئيل چي هغه د تشدد په سياست يقين نه لري د مسائلو حل جنګ او جدل سره نشي کيدے ، د ملک ټولي ادارے زمونږ خپلي دي او هغه به انفرادي حيثت کښې د خپلي حلقي اولس خدمت سلسله جاري ساتي