ډرون حملے دپاکستان دخپل واکۍ پرضد حمله ده: آرمى چيف

آرمى چيف جنرل راحيل شريف وئيلى دى چې ډرون حملے د پاکستان د خپل واکۍ پرضد حمله ده او د دې پرضد سخت رد عمل مونږ خودلے دې  او دا چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې به هيڅ چاسره رعايت نشى کولے 
دا خبرې آرمى چيف جنرل راحيل شريف اسلام آباد کښې   پارليمنټ هاؤس کښې د صدر ململکت ممنون حسين د تقرير نه پس  ميډيا سره  دغير رسمى خبرو اترو په وخت کړيدى 
دا هغوى وينا وه چې د ترهه ګرۍ پرضد جنګ کښې د ناکامۍ هيڅ آپشن نشته او نه به چا سره په دې لړ کښې رعايت کولے شى  او د  ټول قام نه  دا هيله لرم چې د امنيتى ځواکونو سره به مرسته جارى ساتى ولې چې پوځ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې مهم کردار لوبوى او د  اولس مرسته ئې ستائلې ده
هغوى اووئيل چې ډرون حملے د پاکستان د خپل واکۍ خلاف  دى او په دې لړ کښې  د بدقسمتۍ لفظ استعمالول  نه دى   پکار،  او د دې پرضد مونږ خپل سخت دريز وړاندې کړيدے 
د هغوى ويناوه چې آپريشن ضرب عضب کښې سل فيصده کاميابى ترلاسه شوې هم دغه وجه ده چې شپږ پنځوس فيصده  آئى ډى پيز خپلو سيمو ته واپس ليږلے شويدى او دا چې د پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبه به هر حال کښې سر ته رسولې شى