ډهاکه ټيسټ کښې پاکستان بنګله ديش ته ماتې ورکړې

ډهاکه ټيسټ کښې پاکستان يو اننګز او اته رنز باندې بنګله ديش ته ماتې ورکړېده، قامي ټيم ټي ټوينټي نه پس ټيسټ سيريز کښې هم بنګله ديش خلاف کلين سويپ کړېدي،د پاکستان اولني اننګز سکور درې سوه رنز جواب کښې د بنګله ديش ټول ټيم په اووه اتياباندې آؤټ شوې وو،فالو آن نه پس کوربا ټيم دوئم اننګز کښې دوه سوه پنځه رنزباندې آؤټ شوې،پاکستان طرف نه ساجد خان ميچ کښې په مجموعي توګه دولس وکټې اخيستي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې،شاندار بيټنګ باندې پاکستاني اوپنر بيټر عابد علي د سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې

پاکستان د ټي ټوئنټي سیریز نه پس بنګله دیش ته په ټیسټ سیریز کښې هم ماتې ورکړے،اوکلين سوئيپ ئي کړې، په ډهاکه کښې ترسره شوې ټېسټ لوبه کښې د کرکټ قامي لوبډلي بنګله دېش ته په یوه اننګز او اتۀ رنزوماتې ورکړه،پاکستان لخوا لوبه کښې آف سپينر ساجد خان دولس وکټې اخستې دې، پاکستاني بيټر عابد علي د سيريز ښه لوبغړه او ساجد خان د لوبي ښه بالر ګرزولي دے، په ډهاکه کښې د لوبې په وروستۍ ورځ څپګ اويه رنز او د او ويکټو په اوټ کښې دو بنګله دیش خپله لومړۍ نامکمل اننګز شروع کړو، د ساجد ښه باولينګ مخته يو بنګلاديشي لوبغړے هم په ګريس ونه دري دو او ټول ټيم ئي په او اتيۀ رنزو سره اوټ شو، پاکستاني آف سپېنر ساجد خان هم یو ستر اغزازترلاسه کړے هغي په ډهاکه ټیسټ لوبه کښې دولس ویکټې واخستې

ساجد خان په  وړومبى اننګز کښې اتۀاو په دویم  کښې څلور ويکټې واخستې