ډهاکه کښې د جماعت اسلامې رهنما مير قاسم ته پهانسې ورکړې شوې

0
28

ډهاکه کښې د جماعت اسلامې رهنما مير قاسم ته کل نولس سوه يو اوويه کښې پاکستان سره مرسته کولو په تورونو کښې پهانسې ورکړې شوې
بهر ملکې خبرې ايجنسو ترمخه بنګله ديش کښې دجماعت اسلامې رهنما مير قاسم علې ته غازې پور سنټرل جيل کښې پهانسې ورکړې شوې، ولې د پهانسې ورکولو نه مخکښې هغه داخاندان سره اخرې ملاقات اوکړي شو، هغه نه پس شپې لس نيمې بجے پهانسې ورکړې شوه
بنګلا ديشې داخله وزارت مطابق مير قاسم علې ته سزائے موت نه پس ټول ملک کښې د سيکيورټې لپاره سخت ګامونه پورته کړې شوې
مير قاسم باندې کال نولس سوه يواوويه کښې قتل، اغوا او جنګې جرائم پشمول لس تورونه لګولې شوې وو، جماعت اسلامې رهنما لطرفه سپريم کورټ کښې عدالتې فيصله باندې نظر ثانې خواست دائر کړې ووه، خو عدالت هغه مسترد کړے وو او د موت سزا ئې برقراره ستلې وه
مير قاسم د بنګله ديشې صدر ته سزا معاف کيدو خواست نه انکار کړے وو
واضحه دې وې چې کال نولس سوه يو اوويه نه تر اوسه راهسې پاکستان سره مرسته کولو په تورونو کښې د جماعت اسلامې پينځه او بنګله ديش نيشنل پارټې يو رهنما ته پهانسې ورکړے شوې