ډونلډټرمپ يو وارې بيا د کشمير شخړې هوارى لپاره د ثالثۍ وړانديز کړې

ډونلډټرمپ يو وارې بيا د کشمير شخړې هوارى لپاره د ثالثۍ وړانديز کړې

امريکائى صدر ډونلډټرمپ يو وارې بيا د کشمير شخړې هوارى لپاره د ثالثۍ وړانديز کړې ، او هغه په دې اړه د پاکستان او هند کومک لپاره تيار دې ، ډونلډټرمپ وئيل چې امريکه د افغانستان نه وتل غواړى خو دغه کار به په مناسب وخت کولې شى
وائټ هاوس کښې صحافيانو سره د خبرو په موقع ډونلډټرمپ وئيلى چې په کشمير د پاکستان او هند ترمينځه شخړه د اندېښنې وړ ده او په دې اړه ثالثۍ لپاره کردار ادا کولو ته اوس هم تيار دې
د افغان طالبانو او امريکې ترمينځه د مذاکراتو په اړه ډونلډ ټرمپ اووئيل چې طالب نمائندګان کيمپ ډيوډ ته د رابللو او بيا د دغه مذاکراتو ځنډولو فېصله هغه خپله کړ ې ده
ډونلډټرمپ وئيلى دى چې امريکه د افغانستان نه وتل غواړى خو دغه کار به په مناسب وخت کولې شى