ډونلډ ټرمپ د افغان جنګ ټهيکه بليک واټر ته ورکولو باندے غور شروع کړے دے

0
12
ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې پاکستان زمونږ لپاره هيڅ هم نه دي کړې

افغانستان کښي د طالبانو حملو د امريکے صدر ډونلډ ټرمپ وار خطا کړو،روسي ميډيا دعوا کړے ده چي ډونلډ ټرمپ د افغان جنګ ټهيکه بدنام زمانه نجي کمپنئ بليک واټر ته ورکولو باندے غور شروع کړے دے
روسي ميډيا مطابق د امريکے صدر ډونلډ ټرمپ د افغان جنګ زياتو اخراجاتو او جهګړے اوږديدو له وجي د مايوسي ښکار دے،د امريکے صدر د نيشنل سيکيورټي ټيم د کارکردګئ او دافغان جنګ سټرټيجي نه هم خوشحاله نه دے،افغانستان کښي په تير لږ وخت کښي د وسله والو حملو کښي زياتوالي نه پس ډونلډ ټرمپ د افغان جنګ ټهيکه بليک واټر ته ورکولو باندے غور شروع کړے دے،د بدنام زمانه سيکيورټي کمپنئ بليک واټر باني ايرک پرنس تيرکال ډونلډ ټرمپ ته افغان جنګ پرائيوټيائز کولو تجويز ورکړے وو،که چرے ډونلډ ټرمپ د دغه تجويز منظوري ورکړه نو افغانستان نه به د امريکے فوجيان ويستلے شي او د هغوي په ځاے به د بليک واټر جنګ کوي
د امريکے د نيشنل سيکيورټي کونسل ترجمان مطابق ډونلډ ټرمپ د ايرک پرنس په تجويز غور نه کوي خو ټرمپ افغانستان جنګ کښي پرمختګ غواړه،ترجمان دا هم وئيلے دي چي افغانستان نه د امريکے فوج په فوري توګه ويستلو په تجويز هم غور نه کيږي ځکه چي دے اقدام سره به هلته ترهګر بيا مضبوط شي