ډونلډ ټرمپ وئيلې دي چې افغان طالبانو سره د سولې خبرې په مکمله توګه ختمې دې

امريکائي صدر په څلورم ځل د مسله کشمير حل لپاره د ثالثۍ پيشکش کړې

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلې دي چې افغانستان کښې اتلس کاله نه روانې جهګړے خاتمې لپاره افغان طالبانو سره د امريکايانو د سولې خبرې په مکمله توګه ختمې دې
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کښې خبریالانو ته وویل تر کومه چې زمه تعلق دے له طالبانو سره د سولې خبرې نور نه کېږي او ختمې شويدي، امریکا اوس هم غواړي چې له افغانستانه ووځي، خو په سم وخت به ووځي
هغه زياته کړه چې له افغان طالبانو سره په کمپ ډېوېډ کې کيدونکے خفيه ملاقات ټاکلې شوي وو، د ميټنګ راغوښتلو آئيډيا هم زمه وه او د منسوخ کولو هم، تر دے پورې چې مه د بل چه سره په دے تبادله خيال نه وو کړے
ټرمپ اوئيل چې د کمپ ډېوېډ ميټنګ په دے وجه منسوخ کړے شوېدے، ولې طالبانو هغه څه وکړو کوم چې هغوې ته بلکل نه وو کول پکار
ياده دې وې چې تيره هفته امريکي او افغان طالبانو د افغانستان کښې قيام امن په حواله لوظنامې ته نژدې شوې وو خو کابل کښې يوې چاؤدنې نه پس ډونلډ ټرمپ د افغان طالبانو سره مذاکرات منسوخ کړو