ډيجيټل اکاؤنټ بيرون ملک ميشته پاکستانيانو لپاره يو اهم او لوئي ګام دے،وزيراعظم عمران خان

ډيجيټل اکاؤنټ بيرون ملک ميشته پاکستانيانو لپاره يو اهم او لوئي ګام دے،وزيراعظم عمران خان

سمندر پار پاکستانيان زمونږ دټولو لپاره لويه اثاثه ده ولي زمونږ ملک کښي دغه پاکستانيان او غبرګ شهريت لرونکي غدار ګڼلي کيږي ، د وزيراعظم عمران خان بيرون ملک ميشته پاکستانيانو لپاره روشن ډيجيټل اکاؤنټ افتتاحي دستوري ته وينا ،وزيراعظم وائي چې اوورسيز پاکستاني قامي تعمير کښي اهم کردار ادا کوي ، ډيجيټل اکاؤنټ بيرون ملک ميشته پاکستانيانو لپاره يو اهم او لوئي ګام دے.اسلام آباد کښې روشن ډيجيټل اکاؤنټ افتتاحي دستورې د وزيراعظم عمران خان وينا وه چې بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيان محب وطن دي او زمونږ د ټولو لپاره لويه اثاثه ده ولې د بده مرغه دغه پاکستانيان او غبرګ شهريت لرونکي غدار ګڼلې کيږي،په هر دويمه ورځ بعضې خلق غبرګ شهريت خلاف عدالت ته ځي.وزيراعظم عمران خان اووئيل چې ډيجيټل اکاؤنټ بيرون ملک ميشته پاکستانيانو لپاره يو اهم او لوئي ګام دے ،حکومت کوشش کوي چې بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيانو ته هرقسمه آسانتيا ګانې ورکړي.وزيراعظم عمران خان په بيرون ملک پاکستانيانو زور هم راوړې چې هغوي دې په ملک کښې لويه تعميري سرمايه کاري اوکړي