ډيره اسماعيل خان قرنطينه سنټر کښي زائرينو د داکټر ماجد سليم ناروا رويه پرضد احتجاج کړې

ډيره اسماعيل خان قرنطينه سنټر کښي زائرينو د داکټر ماجد سليم ناروا رويه پرضد احتجاج کړې

دډيره اسماعيل خان قرنطينه سنټر کښي تفتان نه راغلې زائرينو د داکټر ماجد سليم ناروا رويه او د ټيسټونو نتائج کښي تاخير پرمعامله شوې احتجاجې مظاهرې پرمعامله د کے پې صحت محکمې ډې جې په هداياتو د خپلې څوکې نه لرې کړې شوې دې،
د ډيره اسماعيل خان قرنطينه سنټر ګومل ميډيکل کالج کښي تفتان نه راغلې زائرينو د داکټر ماجد سليم ناروا رويه خلاف احتجاج کړے وو چي ورستو ئي ډې جې هلټ په هداياتو د خپلې څوکې نه لرې کړې شوې ، او د هغه په ځائي ئي ډاکټر سميع الله انچارج مقرر کړو،
د پې ټې آئي فوکل ترجمان ترمخه د ډاکټر ماجد سليم ناروا رويه پرمعامله د وفاقې وزير علې امين خان ګنداپور د ضلعې انتظاميه او د صحت محکمې سره هم خبرې اترې شوې دې او دوې وئيلې دې چې د حالات خه کيدو سره به د ډاکټر ماجد سليم د ډيره اسماعيل خان نه پښور سکټريټ ته تبادله اوکړې شې۔