ډيره اسماعيل خان هسپتال کښي ځان مرګي بريد کښي شپږ کسان په حق رسيدلي

ډي آئي خان پيښو کښې شهيد شوي کسانواجتماعي جنازے مونځ ادا کړي شوي

ډيره اسماعيل خان د هدفې وژنې پيښي ورستو په ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال ايمرجنسې کښي ځان مرګي بريد شوې چې په کښي شپږ کسان په حق رسيدلي او شلو نه سيوا ژوبل شوې دې، د ځينې ژوبل کسانوحالت مرګونې ښودلې کيږې
ډيره اسماعيل خان ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال ايمرجنسې ټرامه سنټر کښي ځان مرګي بريد پيښه هغه محال اوشو کله چې په کوټله سيدان چيک پوسټ باندې بريد کښي شهيد شوې دوه پوليس اهلکاران هسپتال ته راوړلې شو
بم ډسپوزل سکوارډ انچارج هسپتال پرموقع ټول شواهد راغونډکړې او وائي چې دغه ځان مرګې بريد کونکې يوه زنانه و ه کومه چې د هسپتال ګيټ باندې داخليدو ورستو خپل ځان ولوازو
د اطلاعاتو ترمخه په دې ځان مرګې بريد کښي شپږ کسان په حق رسيدلي او شلو نه سيوا پکښي ژوبل شوې دې ژوبل کسانو کښې درې پوليس اهلکار هم شامل دي، په ژوبل شوؤ کښي د لسو کسانو حالت مرګونې ښودلې کيږې کوم ئې چې د ډيره اسماعيل خان سې ايم ايچ ته منتقل کړې دې
چاودنه ورستو په فورې توګه د فوج سټيشن کمانډر عمران سرتاج،ډې پې او سليم رياض ،او آر پې او فيروز شاه هسپتال ته ورسيدل ،او د زخميانو بهترين علاج لپاريه اسپتال انتظاميه ته هدايت اوکړل ،
د چادونې ورستو پوليس او سيکورټې فورسسز علاقه په خپل ولقه کښې اخستي او لټونې عمليات ئي پيل کړيدي