ډيره اسماعيل خان کښي دوسله والو ډزو کښي څلور پوليس اهلکار شهيد شوې

0
324
ډيره اسماعيل خان کښي دوسله والو ډزو کښي څلور پوليس اهلکار شهيد شوې

ډيره اسماعيل خان تحصيل پروا سيمه کښي د پوليس په ګاډې نامعلومه وسله والو ډزې کړې دې ،د ډزو په نتيجه کښي څلور پوليس اهلکار شهيد شوې ولې ايس ايچ او بشمول دوه راهګير پکښې ژوبل شوې دي
اطلاعاتو ترمخه د پوليس په ګاډې هغه محال نامعلومو وسله والو حمله اوکړه کله چې د دوې ګاډې د تحصيل پروا ماهړه سيمه کښي د معمول په ګشت ووه،
پوليس ذرائع وائي چي وسله وال په درې موټر سائيکلو سواره ووه او د پوليس په ګاډې ئي ډزې اوکړې ،د ډزو په نتيجه څلور پوليس اهلکاران ډرائيور جاويد،آصف،سرفراز او ميرباز شامله دې ولې ايس ايچ او طاهر نواز بشمول دوه راهګير ياسين او حميد الله ژوبل دې کوم چې سې ايم ايچ او ډسټرکټ هسپتال ډې آئي خان ته منتقل کړې دي
پيښي ورستو پوليسو په سيمه کښي لټونې عمليات پيل کرې ولي تر دې دمه حيڅ قسمه ګرفتارې مخې ته نه دې راغلې