ډيره اسماعيل خان کښې د عيد ميلاد النبى ﷺ په سلسله کښې شپاړس جلوسونه ايستې شوې

ډيره اسماعيل خان کښې د عيد ميلاد النبى ﷺ  په سلسله  کښې شپاړس جلوسونه ايستې شوې دې ،د ميلاد مرکزې جلوس د تاج جومات څخه برآمد او په سخته سيکورټې کښي په ميلاد پارک اختتام پذير شو،

ډيره اسماعيل خان په ټوله ضلع کښي د ميلاد شپاړس جلوسونه ايستلې شوې،د تحصيل پهاړ پور څخه د ميلاد نهه ،پروا څخه دوه او کلاچې څخه هم لوئي جلوس ايستلې شوې د ډيره اسماعيل خان د ميلاد مرکزې جلوس تاج جومات څخه په روايتې لارو برآمد شو او په سخته سيکورټې کښي په ميلاد پارک باندې اختتام پذير شوې، د ميلاد په مرکزې جلوس کښي ګډون کونکو ښکلې جامې اغوستې او د محمد صلي په شان کښي نعتونه او درود سلام وړاندې کړې د ميلاد دې جلوسونو لپاره ځائي پرځائي د سبيلونو او لنګرو اهتمام هم شوې ووه