ډيره اسماعيل خان کښې په ډزو او خود کش چاودنه کښې يوولس کسان شهيدان شوي

ډيره اسماعيل خان کښې په ډزو او خود کش چاودنه کښې يوولس کسان شهيدان شوي

ډيره اسماعيل خان کښې په پوليس اهلکارو ډزي او خود کش چاودنه شوي چې په نتيجه کښې د شپږ پوليس اهلکارو پشمول يوولس کسان شهيدان او څليريشت ژوبل شويدي
د ډيره اسماعيل خان درابن روډ باندې کوټله سيدان چيک پوسټ باندې نامعلومه شرخوښو ډزي کړي وي چې په نتيجه کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان شوي وو
د دغې شهيدانو مړي ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کولو ورستو په هسپتال کښې خود کش چاودنه شوي وه چې لوجې ئې پوليس اهلکارو پشمول نور کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلي وه
سرکاري خبري ادارو سره مرکې په وخت ډي پي او سليم رياض وئيلي دي چې دا چاودنه هسپتال ټراما سنټر کښې شوي چې په نتيجه کښې شپږ پوليس اهلکارو پشمول نهه کسان شهيدان او څليريشت ژوبل شويدي
ژوبل کسانو کښې هم پوليس اهلکار شامل دي
دې غمژنه پيښه کښې د کوز دير سره تعلق لرونکي د ايليټ فورس دوه اهلکار انعام الله او جهانګير خان هم شامل دي