ډيره بګټى کښې ايف سى د کالعدم تنظيم درې غړى نيولې

0
27
د بلوچستان ډيره بګټى سيمه کښې ايف سى د کاروائى دوران د کالعدم تنظيم درې غړى نيولې او د ډزو بدلون کښې دوه اهلکاران هم ژوبل شويدى، بلخوا د تربت په تمپ سيمه کښې د سيکيورتى فورسز په ګاډى د نامعلومه کسانو په ډزو کښې هم څلور اهلکار ژوبل شويدى 
د ايف سى وياند ترمخه د ډيره بګټى په نبى کلى کښې د کالعدم تنظيم غړو موجودګۍ باندې کاروائى شويده 
کاروائى دوران د کالعدم تنظيم غړو او ايف سى ترمينځه د ډزو تبادله هم شوې او دې دوران درې ملزمان نيولې شويدى
د ډزو بدلون کښې د ايف سى دوه اهلکاران هم ژوبل شوى څوک چې هسپتال ته رسوللې شويدى
ترجمان مخکښې وائى چې نيولې شوى ترهـ ګر سيکيورټى فورسز باندې حملو او د ګيس پائپ لائنونو ته زيان رسولو کښې ککړ دى
بلخوا د تربت په تمپ سيمه کښې د سيکيورټى فورسز په ګاډى باندې نامعلومه کسانو ډزې کړيدى چې پکښې څلور اهلکاران ژوبل شويدى