ډيره بګټي کښې په هوټل د لاسي بم چاودنه کښې نهه کسان ژوبل شوي

ډيره بګټي کښې په هوټل د لاسي بم چاودنه کښې نهه کسان ژوبل شوي

ډيره بګټي کښې په يو هوټل د لاسي بم چاودنه شوې چې پکښې نهه کسان ژوبل شويدي، ژوبل کسان ډي ايچ کيو ډيره بګټي ته منتقل کړے شوي چې پکښې ماشومان او بوډاګان هم شامل دي، د پېښې وروستو سيکورټي اهلکارو سيمه ولقه کښې اخستې او سرچ آپريشن ئې شروع کړيدے
د ډيره بګټي په پيرکوه علاقه کښې يوهوټل باندې د لاسي بم حمله شوې، دغه حمله کښې نهه کسان ژوبل شوي چې پکښې ماشومان او بوډاګان هم شامل دي څوک چې د علاج معالجې لپاره ډسټرکټ هيډکوارټرهسپتال ته منتقل کړے شويدي، د واقعې وروستو پوليس،ليويز اهلکار او امدادي ټيمونه هم موقعې ته ورسېدل، ډي ايچ کيو ډيره بګټي وائي چې هسپتال کښې ايمرجنسي نافذ کړے شوې او زخمي کسانو ته بهترين علاج ورکولے کيږي بلخوا سيکيورټي ادارو علاقه په ولقه کښې اخستې او د پېښې په اړه ئې تحقيقات شروع کړيدي