ډيره د افسوس خبره چي نيب په سياستدانانو دروغ الزامونه لګوي

شاهد خاقان

پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چي نيب شفاف اداره نه ده،ډيره د افسوس خبره چي نيب په سياستدانانو دروغ الزامونه لګوي چي له وجي ئي د ملک بدنامي کيږي
پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي نيشنل پريس کلب اسلام کښي د نيب په چئيرمين سخت تنقيد کړے او وئيلي ئي دي چي دنيب چئيرمين به ثابتوي چي شهباز شريف کله او چرته د دوي سره ملاقات کړے ،پخواني وزيراعظم دا هم وئيلي دي چي د نيب چئير په نواز شريف هم بهارت ته د نهه ارب ډالر ليګلو الزام لګولے چي سراسر دروغ او بے بنياده دي ،هغوي نيب چئيرمين ته خبردارے ورکړے چي د ملک ټهيکدار دي نۀ جوړيږي دا ملک زمونږ د ټولو دے زه د ملک وزير اعظم پاتے شوي يم
شاهد خاقان عباسي زياته کړي چي د چئيرمين نيب صحافي له ورکړے شوي انټرويو د عهدي خلاف ورزي ده او هر لفظ ئي دروغ دے