ډيره صاحب کرتار پور د سکهـانو مقدس ترين مقام دے

وزير اعظم عمران خان په نهم نومبر د کرتار پور راهدري پرانستو اعلان کړې

د بابا ګرو نانک اخرى ارامګاه دربار صاحب کرتار پور د پاکستان پنجاب په ناروال سيمه کښې هند سره په پوله موجوديت لرى
ډيره صاحب کرتار پور د سکهـانو مقدس ترين مقام دے چر ته چې باباګرو نانک اتلس کاله د سکهـ مذهب تبليغ کړې وو او هم دلته ئې د ژوند اخرى وخت تير کړې وو
باباګرو نانک په دوويشتم ستمبر کال پنځلس سوه نهه ديرشم د نړې نه رخصت شو وروستو ئې دلته اخرى رسومات ادا کړې شوى وو
دربار صاحب کرتارپور ناروال کښې د هند پولې نه صرف څلورم نيم کلو ميټره لرې ده او د هند سکهان د دوربين په ذريعه د خپل روحانى مشر اخرى ارامګاه ديدار کوى
دا مقدسه ودانې کال نورلس سوه پنځويشتم د تقسيم هند نه اګاهو د پټياله مهاراجه سردار بوپندر سنګهـ د يو لک پنځه ديرش زره او شپږ سوه روپو په کومک جوړه کړې وه ، وروستو کال نورلس سوه پنځه نوى او بيا کال دوه زره څلورم کښې حکومت پاکستان د دې ودانې توسيع او مرمت کار کړې وو ولې تير کال دوه زره اتلسم د اګست مياشت کښې وزيراعظم عمران خان د کرتارپور راهدارى پرانستو فېصله وکړه
دغه راهدارى په ذريعه به د هند سکهان بغير ويزے د باباګرو نانک اخرى ارامګاه ديدن کولې شى کوم لپاره چې حکومت د دربار صاحب نه تير چاپيره د يو لوئې عمارتى کمپليکس کار هم تقريبًا مکمل کړې او د نومبر مياشت کښې به ئې پرانسته کولې شى
د بابا ګرو نانک اخرى ارامګاه دربار صاحب کرتارپور کمپليکس باندې کار اخرى مرحله کښې دې او د واکمنو وينا ده چې د نومبر مياشت په نهمه نيټه به د دې په باقاعده توګه پرانسته کولې شى
د کيمره مين ابرار سره مبارک على خېبرنيوز کرتارپور ناروال