ډيره غازى خان کښې د مسافرو بس او ټرالرجنګيدلى

ډيره غازي خان کښې انډس هائي وے باندې د مسافرو بس او ټرالر يو بل سره جنګيدلې دي،پيښه کښې نهه ويشت کسان پحق رسيدلي او څلويښت نه سيوا ژوبل شويدي ،پحق رسيدلې او ژوبل کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي

د ډيره غازي خان انتظاميې ترمخه بدقسمته بس سيالکوټ نه راجن پور ته روان وو چې انډس هائي وے باندې تونسه روډ سره نيزدې ټرالر سره جنګيدلې دې پوليس وائي چې پيښه کښې نهه ويشت مسافر پحق رسيدلي او څلويښت نه سيوا ژوبل شوي او د مسافرو بس کښې اويا نه سيوا مسافر سوارو وو د پيښې وروستو د ډيره غازي خان هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړې شوې او وئيلي کيږي چې ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت نازک ښودلې شويدې داخله وزير شيخ رشيد او د پنجاب وزيراعلیٰ پنجاب عثمان بزدار په پيښه د خفګان څرګندونه کړې او ژوبل کسانو ته ئې بهترين طبي سهولتونو فراهمې هدايات هم کړېدي