ډيره غازي خان ته په رسيدو وزيراعظم ته بريفنګ ورکړي شو

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چه دحکومت زمه واري ده چه دمتاثرين مرسته اوکړي ، مونږ له نه يوازي دخپل زاتي پسنداوناپسند نه بالاتر اوسيدل پکار دي بلکه په شريکه کارکول پکار دي، مونږ صوبائي حکومتونو سره په شريکه کار کوؤ،دا خبره وزيراعظم ډيره غازي خان ته په رسيدو کړي ،چرته چه وزيراعظم ته دسيلاب متاثرين امداد په حواله بريفنګ ورکړي شو،
ډيره غازي خان ته په رسيدو وزيراعظم ته بريفنګ ورکړي شو بريفنګ کښي وئيلي شوي ډيره غازي خان کښي سيلاب او بارانونو لوجي لوئي شميرکښي خلق متاثره شوي اوپه لويه پيمانه تيار فصلونو ته ځيان رسيدلي،سيلاب نه متاثره سيموکښي ريسکيواو ريليف کارروائياني جاري دي په دي موقع وزيراعظم اوئيل چه مونږ له خپل زاتي پسنداوناپسند نه دي کتل پکار بلکه په شريکه کار کول پکار دي ، د حکومت زمه واري ده چه دمتاثرين مرسته اوکړي ، مونږ صوبائي حکومتونو سره په شريکه کار کوؤ وزيراعظم زياته کړه چه چئيرمين اين ډي ايم اے او آرمي چيف د امداد په تقسيم کښي د شفافيت خبره کړي ، مونږ د امدادي رقوم په تقسيم کښي شفافيت مدنظر ساتلي او ددي مقصد لپاره سروے هم کوؤ د وزيراعظم وينا وه چه د سيلاب نقصانات جاج اخيستو لپاره مشترکه سروے ضروري ده اودسيلاب متاثرين لپاره ميډيکل او ريليف کيمپ بحال ساتل پکار دي ، دسيلاب متاثرين لپاره پنجاب حکومت کار کوي ، شهباز شريف اوئيل چه ملک کښي د باران يو بل اسپل متوقع دے ، مونږ له تيار اوسيدل پکار دي