ډيلي ميل خو صرف يو انکشاف کړے، نور انکشافات خو لاباقي دي: فردوس عاشق اعوان

وزيراعظم عمران خان يقين لري چي قوم او معاشرے د ميرټ په بنياد فلاح موندلے شي

ملک کي اولنې داسي حکومت راغلې چي غله کورونو ته ليګي، د دويشت کروړه عوام دولت لوټ کړې شويدے، هر حال کښې به واپس کولې شي، معاون خصوصي فردوس عاشق اعوان ټويټس ، وئيلي دي چي ډيلي ميل خو صرف يو انکشاف کړے، نور انکشافات خو لاباقي دي، شهباز شريف به کوم کوم ملک ته خپل قانوني ټيم ليګي،
معاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان يو ځل بيا په ن ليګ تنقيد کړې، وئيلي دي چي د شاهد خاقان عباسي چلينج مونږ ته قبول دے، چي چرته هم مقدمه درج کول غواړي نو درج دي کړي،
فردوس عاشق اعوان مطابق د شريف خاندان د کرپشن متعلق نور انکشافات هم کيدونکي دي، شهباز شريف به کوم کوم ملک ته خپل قانوني ټيم ليګي،
فردوس مخکښې ليکلي چي شهباز شريف چي څه وائي هغه بيا کوي نه، زرداري په روډ راخکولو وعده ئي کړي وه ليکن نن د هغه ملګرې دے، دغه شان په شپږ مياشتو کښې ئي دبجلۍ لوډشيډنګ ختمولو دروغو وعده ئي هم کړي وه ،
فردوس مطابق د دويشت کروړه عوام لوټ کړې شوي دولت به په هر حال کښې قومي خزاني ته واپس کولې شي