ډي جي آئي ايس پي آر د بهارتې داخله وزير هغه ټوئټ خله ماتې جواب ورکړيدے

ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور د بهارتې داخله وزير هغه ټوئټ خله ماتې جواب ورکړيدے کوم کښې چې هغه د ورلډ کپ کښې پاکستان خلاف بهارتې کاميابې دوئمه کامياب حمله ګرځولې وه
دوه ورځې وړاندې دوه روايتې حريفو ترمينځه کرکټ ورلډ کپ مهم ميچ لوبولې شو چې په کښې بهارت د پاکستان خلاف کاميابې ترلاسه کړے وه، هغه نه پس بهارتي داخله وزير خپل ټويټ کښې بهارتې ټيم ته اومبارکې ورکولو سره وئيلې وو چې د هند ټيم لخوا په پاکستان دوئمه اسټرائک حمله دے
ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور جواب ورکړے چې هند ټيم ښه لوبه کړے او ميچ ئې ګټلې دے خو دوه مختلف سيزونو موازنه نشې کيدې، چې په کښې ميچ او ضرب لګول شامل دي
آئي ايس پي آر جواب کښې وئيلي که چري شک وې نو د روان کال اوويشتمي فروري نيټي نتيجه اوګرې چې په کښې دوه بهارتې طيارے تباه کړے شوے وو