ډې آئي خان کښي د ټرک او موټر کار ترمئينځه تصادم کښي اووه کسان حق رسيدلې

0
17
ډې آئي خان کښي د ټرک او موټر کار ترمئينځه تصادم کښي اووه کسان حق رسيدلې

د ډيره اسماعيل خان ايف آر درازنده سيمه سور ډګر کښي د ټرک او موټر کار ترمئينځه تصادم شوې چې پکښي د يو خاندان اووه کسان حق رسيدلې دې ،چې ده کوم نعشونه درابن هسپتال ته منتقل کړې دې
د پوليس ذرائع ترمخه د ډيره اسماعيل خان ايف آر درازنده سيمه سور ډګر کښي د ټرک او موټر کار ترمئينځه تصادم شوې چې پکښي د راحت الله خټک ايف سې اهلکار خاندان دوه هلکان ،دوه زنانه او درې ماشومانو بشمول اووه کسان وژلې شوې دې ،پوليس ذرائع زياتوې چې حادثے ورستو د انتظاميے او عام خلقو امدادي کارروائي په ذريعه نعشونه تحصيل درابن هسپتال ته منتقل کړې دې
دوې زياتوې چې موټر کار د کرک څخه د سبې په لور روان ووه او د سور ډګر په مقام دغه حادثه د تيز رفتارې لکبله مخې ته راغلې چې په کوم کښي د راحت الله خټک ده خاندان واله دې او تعلق د کرک سيمې نه لرې