ژوب او نوشکى کښې د نامعلومه کسانو په ډزو کښې يو سيکيورټى اهلکار پشمول درې کسان په حق رسيدلى دى

0
53

د بلوچستان په ژوب او نوشکى سيمو کښې د نامعلومه کسانو په ډزو کښې يو سيکيورټى اهلکار پشمول درې کسان په حق رسيدلى دى

پوليسو وينا ترمخه د بلوچستان په ژوب سيمه کښې د سيکيورټى فورسز په قافله نامعلومه وسله والو ډزى کړى دى
ډزو کښې يو سيکيورټى اهلکار شهيد شوے او ملزمان تيښته کښې بريالى شوى دى
بلخوا نوشکى بازار کښې يو دوکان باندې هم نامعلومه کسانو ډزى کړى دى
ډزو کښې دوه کسان په حق رسيدلى او يو تن ژوبل شوېدے او د دې پيښې ملزمان هم تښتيدلى دى