ژوب په سرکچ سيمه کښې ايف سى اپريشن دوران مقابله کښې دوه ترهه ګر وژلى شوى

0
25

د بلوچستان صوبۍ ضلع ژوب  په سرکچ  سيمه کښې ايف سى اپريشن  دوران  مقابله کښې دوه ترهه ګر وژلى شوى بلخوا د کوئټې پشتون اباد سيمه کښې د سرچ اپريشن دوران  دوه پنځوس شکمن کسان هم نيولى شوى دى 

ايف سى وياند مطابق  د ژوب په سرکچ  سيمه کښې د سرچ اپريشن  په وخت دغه  دوه ترهه ګر وژلى دى چې وسله ترې هم   برامد کړېده 

بلخوا سرکارى سرچينو مطابق کوئټه کښې د کاروائۍ دوران درې تمانچے ،يو کلاشنکوف او کارتوس برآمد شوى دى

درې ورځې مخکښې کوئټه کښې په ايف سى چيک پوسټ ځانمرګى بريد شوے وو چې له وجې ئې سيکيورټى فورسز ښار کښې سرچ آپريشن شورو کړے وو

سرکارى سرچينى وائى چې پشتون آباد سيمه کښې د سيکيورټى فورسز سرچ آپريشن دوران دوه پنځوس شکمن کسان نيولى شوى  او د هغوى قبضې نه ئې يو کلاشنکوف،درې تمانچے او نور ډير کارتوس ترلاسه کړېدے او دا چې دغه شکمن کسانو نه تفتيش جارى دے