ژوب کښې دسراج الحق قافلے باندې خودکش حمه شوې

ژوب کښې دسراج الحق قافلے باندې خودکش حمه شوې

د بلوچستان په ژوب سېمه کې د کوټې روډ ټرک اډې سره نزدې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق د استقباليه قافلې سره نزدې چاودنه شوې چې پکښې سراج الحق محفوظ پاتې شوی او يو کارکن په حق رسېدلې دې او پينځه کارکنان ژوبل شوی دی

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د جماعت اسلامي امير سراج الحق له کويټې څخه د ژوب جلسې ګاه ته پر لاره وو، چې په لاره کې له مخکې نه موجود استقباليه رېلي ته نږدې کيدو سرا سم د سراج الحق موټر ته نېږدې يوه زوروره چاودنه وشوه. چې له كبله يې يو كاركوونكى په حق ورسېدو او پنځه نور سخت ژوبل شوو
ژوبل شوي کسان سول هسپتال ته يو وړل شو چرته چې د هغو دارو درمل روان دي ،
بل خوا په دغه چاودنه کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق محفوظ پاتې شوې او د
د چاودنې وروستو د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د ژوب پوليس لائن ته منتقل کړې شوي چرته چې ورته پوره حفاظتي انتظامات شوي دي. بل لوري ته دبلوچستان وزيراعلي ددغې چاؤدنې سخته غندنه کړې اؤ سراج الحق ته يې دبشپړ تحفظ ورکولو اؤ دترهه گرۍ په دغه پيښه کې ککړو عناصرو په ضد دکارروائي کولو احکامات جاري کړي دي.