ژوب کښې د سيکيورټي فورسز په قافله ترهه ګرو ډزو کښي يواهلکار شهيد شوي

0
28
د بلوچستان په ژوب سيمه کښې د سيکيورټي فورسز  په قافله  ترهه ګرو ډزې  کړيدي چي پکښي يو اهلکار شهيد شوي ، د فورسز جوابي کارروائۍ کښې  يو وسله وال وژلې شوي او يو ترهه ګر ځان په بارودي موادو الوځولې دے؛
د ايف سي وياند لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي د سيکيورټي فورسز قافله د بلوچستان ژوب سيمې نه تيريده چي پرې ترهه ګرو بريد اوکړو
د وسله والو د ډزو په نتيجه کښې يو سيکيورټي اهلکار شهيد شويدے او د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائۍ کښې يو ترهه ګر وژلې شويدے 
ايف سي وياند زياته کړيده چې يو ترهه ګر  ځان په بارودې موادو الوځولې هم دے