کابل چاودنه کښې د خارجه وزارت اوولس کارکوونکي په حق رسيدلي

کابل چاودنه کښې د خارجه وزارت اوولس کارکوونکي په حق رسيدلي،ذرائع وائي چې په شهيد کړے شوي اهلکارو کښې داسي کسان هم شامل دي چې تر پينځلس کالو ئې سفارتي تجربه لرله،په حق رسيدلي کسانو کښې دوه ډرائيوران هم شامل دي

د کابل نه يوے سرچينے ميډيا ته وئيلي چې د افغان وزارت خارجه په دفتر شوي بريد کښې څوارلس کسان سفارتکار هم په حق رسيدلي او دا هغۀ سفارتکار دي چې په سفارتکارۍ کښې ئي د پينځلس کاله نه سيوا تجربه لرله
دغه سرچينه وائي چې په دے کښې ځينې سفارتکارو په جرمني،يونان،هنګري،فرانس او نورو هيوادونو کښې په
کلونو کار کړے او بيرته افغانستان ته ستانۀ شوي وو
د سرچينې د معلوماتو له مخې د چاودني پينځه ټپيان چې هغه هم ډپلوميټس دي،په هسپتال کښې زير علاج دي خو حالت ئې ډاډمن نه دے
د اين ډي ايس پخواني ريئس محمد حنيف اتمر هم په دے حواله ټويټ کړے،د شهيد کړے شوي ډپلوماټانو تصويران ئې شيئر کړي او نومونه ئې هم ورله په فريم کښې بند کړي